CRI Online

په نړۍ کې عمده اقتصادونو د نوي کرونا ويروس د خپرېدو پر مهال د اقتصاد د ثبات تدبيرونه نيولي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 11:59:41

په ټوله نړۍ کې د نوي کرونا ويروس د خپرېدو له امله د زياتو هېوادونو اقتصادونو ته زيانونه رسېدلي او له دې امله نړيوال پولي بازارونه هم له سختو منفي اغيزو سره مخامخ دي. دا د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد پرمختګ ته ګواښ لري. نو د ځېنو هېوادونو مرکزي بانکونو په وار سره د پس انداز د ګټو د ټيټوالي په شمول نرمې پولي تګلارې اعلان کړې، همدارنګه، ګڼ شمېر هېوادونو چې پکې د دغه ويروس د خپرېدو حالات سخت دي، په جلا جلا توګه مرستندويه مالي تګلارې طرحې کړې دي. ياد هېوادونه به د دغه ويروس د خپرېدو په حال کې د تصديو پر وړاندې د ستونزو د ليرې کولو په هکله پانګې ورکړي، څو د اقتصاد ثبات سره مرسته وشي، ګواښونه ليرې شي او د پور په برخه کې د کورنيو او تصديو اړتياوې پوره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای