د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۶مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه چې له چين څخه بهر د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو شمېر ۸۶۴۳۴ ته رسېدلی دی.
د دغه ويروس په اړه د دغه سازمان د هرې ورځې راپور له مخې، د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د مارچ د ۱۶مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې، له چين څخه بهر پر دغې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۱۳۸۷۴ و او د نويو مړه شويو کسانو شمېر ۸۴۸ و. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |