CRI Online

امريکايي خبري رسنۍ د (( نړيوال اويغوري کانګريس)) له ډلې پرده پورته کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 12:45:31

د امريکا خپلواک خبري ويبسايت (( Grayzone)) په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې ده چې سرليک يې دی (( د نړيوال اويغوري کانګريس رښتينې بڼه د امريکا تر ملاتړ لاندې د چين د قدرت د تخريب لپاره په کوښښ له ښي اړخ څخه ولاړه ډله ده)). په دغه مقاله کې د نوموړې ډلې څخه پرده پورته شوې چې ظاهرې بڼه يې د تش په نامه د بشري حقوقو سازمان دی، خو په رښتينې توګه دغه ډله چې د جوړېدو په پيل کې يې د امريکا د ديموکراسۍ ملي صندوق مرستې منلې، له چين څخه د بېلتون غوښتونکې ډله ده.

په دغه مقاله کې راغلي چې د (( نړيوال اويغوري کانګريس)) مقر د جرمني په مونيخ کې دی او د نړۍ په ۱۸ هېوادونو او سيمو کې يې ۳۳ فرعي څانګې جوړې کړې، نوموړې ډله د چين پر ضد د امريکايي حکومت د نوې سړې جګړې مرکزي ارګان دی. د امريکا د ديموکراسۍ ملي صندوق هر کال د امريکايانو د څو مليونه امريکايي ډالرو مالياتو په لګولو له هغو ډلو سره پولي مرستې کوي چې د امريکا له خوا د هدف هېوادونو مخالف سياسي ګوندونه، د تش په نامه ملکي ټولنې او خبري رسنۍ بلل کيږي. نوموړي صندوق يوازې له ۲۰۱۶ کال راهيسې د (( نړيوال اويغوري کانګريس )) ډلې ته يو مليون او دوه سوه څلور اتيا زره ډالره او د دې ډلې فرعي څانګو ته يې څو مليونه ډالره ورکړي دي. بر سيره پر دې، د دې صندوق په مشول د چين پر ضد مخالفو سازمانونو د ((ازادې اسيا راډيو)) په شمول له ځينو خبري رسنيو سره سازش کړی او د شينجيانګ په اړه د بې بنسټه اوازو او خبرونو د جوړولو او خپرولو په برخه کې يې د (( نړيوال اويغوري کانګريس )) او ځينو لويديځو خبري رسنيو لپاره زمينې برابرې کړې او کوي يې.

د (( Grayzone)) ويبسايت په خپره شوې مقاله کې ياده شوې چې له وروستيو څو کلونو راهيسې د چين د شينجيانګ مسئلې په اړه د لويديځو خبري رسنيو بې بنسټه خبرونه تقريباً ټول د امريکايي حکومت په مرستو او روزنو د ښي اړخ او له چين څخه بېلتون غوښتونکو کسانو له خوا طرحه او جوړ شوي. د (( نړيوال اويغوري کانګريس)) ډلې زيات غړي د ازادې اسيا راډيو په شمول خبري رسنيو کې د لوړې کچې دندې لري، د بېلګې په توګه د (( نړيوال اويغوري کانګريس)) د اجرائيوي کمېټې مشر اومير کانات له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې په ازادې اسيا راډيو کې د لوړ پوړې ايډيټر په توګه دنده تر سره کړې. (( د اويغور د بشري حقونو پروګرام )) مشره روشان عباس په ۱۹۹۸ کال کې د امريکا د پارلمان تر مالي مرستو لاندې د (( ازادې اسيا راډيو)) د ااويغوري ژبې څانګې د جوړېدو په وخت کې د اويغوري قوم لومړنۍ خبرياله وه. هغه په ۱۹۸۹ کال کې د بيوجينتيک انجينرۍ د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته ولاړه او له فارغېدو وروسته يې له يو ترکي امريکايي تابيت لرونکي سره واده کړی او په امريکا کې پاتې شوې ده او ورپسې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې لخوا استخدام شوې ده.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې (( نړيوال اويغوري کانګريس)) په خپله خوله د تش په نامه د سولې او د زور زياتي نه کولو خبرې کوي، خو دغه ډله او فرعي څانګې يې تل د ترکيې افراطي ښي اړخې ډلې (( خړ لېوانو Gray Wolves)) سره ارتباط لري چې نوموړې ډله د زور زياتي فعاليتونو په برخه کې لاس لري. (( خړ لېوانو )) ډله په ۲۰۱۵ کال کې په انقره او استانبول کې د چين پر ضد د لويو لاريونونو د طرحې او جوړونې په برخو کې له ختيځ ترکستان غورځنګ څخه ملاتړ کړی او د مشهور سيلانيز ځای توپکاپي ماڼۍ د دروازې پر وړاندې يې د کوريا جمهوريت پر سيلانيانو بريد مسئوليت په غاړه لري. نوموړو دوو ډلو په ۲۰۱۵ کال کې هم د تايلند پر يو معبد بمي بريد کړی و چې له امله يې ۲۰ تنه وژل شوي و. د (( نړيوال اويغوري کانګريس)) استازي له ترکيې څخه غوښتنه کړې چې پر چين باندې بايد په ليبيا او سوريه کې د نوموړي هېواد له خوا د نيول شويو عملياتو په شان ګامونه پورته کړي، حتی ګواښ يې کړی چې پر چين به بريدونه وکړي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې چارو کارپوه او د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ ډاکټر وانګ جيانګ په دې نظر دی چې د چين پر ضد بهرنيو ځواکونو له ۲۰۱۸ کال څخه راهيسې د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطيت د له منځه وړلو په چارو کې د ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو د بدنامولو په اړه زيات بې اساسه خبرونه جوړ او خپاره کړي، جعلي خبرونه او د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د (( نړيوال اويغوري کانګريس)) د ويناوو فعاليتونه ډېر شوي دي. نوموړې ډله د اويغوري قوم خلکو له بشري حقونو او پرمختګ سره هيڅ علاقه نلري، يوازې د دغو چارو نوم د کارولو له لارې د امريکا د سړې جګړې د سياسي وسيلې په توګه رول لوبوي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای