CRI Online

امريکايان ولې په دغه هېواد کې د نوي کرونا ويروس له وقايوي کارونو څخه شاکي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 19:39:03

د ختيځې امريکا پر ځايي وخت د مارچ په ۱۶مه ددغه هېواد د اسهامو بازار ډېر ټيټ شو او داو جانس (Dow Jones) شاخص يې هم ۱۳٪ ټيټ شوی دی.

دا درېيم ځل دی چې دغه بازار په تېرو دوو اوونيو په اوږدو کې ډېر رالوېږي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د خبري ناستې پرمهال ومنله چې ښايي د دې هېواد اقتصاد د کمزورۍ په پر لور روان دی.

د چين نړيوال نشراتي ګروپ اړوند چين او نړۍ څېړنيز مرکز د نږدې دوو لکو هغو رپوټونو په اړه څېړنه وکړه چې د جنورۍ له ۲۰ مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۳ مې نېټې پورې د امريکا د لويو رسنيو لخوا خپاره شوي.

د دغې څېړنې نتيجه ښيي چې درېيو موضوعاتو ته رسنۍ تر ډېره متوجه وې، لومړی، په دغه هېواد کې د ناروغانو شمېر او د دغه شمېر د حساب لارې چارې ، دوهم ،په استوګنيزو سيمو کې دکوييد ۱۹ ويروس د چټک خپراوي ويره، درېيم، له ويروس سره د مقابلې کمزورتيا. سر بيره پردې پر خواله رسنيو هغه شکايتونه ډېر ليدل کيږي چې د امريکا مشرتابه له کوييد ۱۹ ويروس سره د مبارزې په برخه کې جدي نه ښکاري او پروخت يې اړوند تدابير يې نه دي غوره کړي.

د حيرانتيا وړ داده چې د خلکو له شکايتونو سره سره بيا هم ډونالډ ټرمپ پر خپل ټويټر پاڼې ليکلي : امريکا به له هغو صنايعو څخه ټينګ ملاتړ وکړي چې د (چيني ويروس) له امله ډېر اغېزمن شوي دي.

له دې وړاندې د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز مشر ريدفيېلډ منلي وه چې تېر کال کې امريکا کې څه باندې ۲۰ زره کسان د انفلونزا له امله مړه شوي او د ځينو د مړينې ريښتينی لامل کوييد ۱۹ ويروس وي.

يو چيني الاصله امريکايي ډاکټر د ټرمپ پر ټويټ په ليکل شوي کمنټ کې ويلي: ټرمپ) کويډ ۱۹ ( ته چيني ويروس وايي، زه له دې څخه ډېر داريږم. د امريکا ولسمشر له تعصب ډکه توره لار انتخاب کړې، زما په اند دا کار به زموږ هېواد له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د چين نړيوال نشراتي ګروپ د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز پر ټويټري پاڼې هغه درې ليکنې هم څېړلې دي کوم چې په همدغه ټوېټري پاڼه کې تر ټولو د توجو وړ او له ډېرو غندنو سره مخ شوې دي. له دغو درېيو ليکنو څخه يوه کې ليکل شوي چې د ناول کرونا د مخنيوي لپاره ماسک اچول ضرورت نه دي. پر دې ليکنې ډېرو خلکو کمنټونه ليکلي او د ډېرو بدو کليمو په کارولو سره يې ياد مرکز په کلکه غندلی دی.

دا چې په امريکا کې د خلکو لپاره د ويروس ازموينه پروخت نه ده او له وخت وروسته غونډې يا ناستې يې منع دي، نو ښايي په دې هېواد کې د ويروس د خپرېدو حالت له خپرې شوې شمېرې څخه ډېر سخت وي.

ويروس د هېوادونو ترمنځ پولې نه پېژني، د عام روغتيا امنيت د انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده ، بېلابېل هېوادونه دې جنجال پرېږدي او اوږه پر اوږه دې له ويروس سره مبارزه وکړي څو بريا ترلاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای