د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۷ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له ولسمشر عارف الرحمان علوي سره کتنه کې وويل چې اوس ناول کرونا ويروس د نړۍ ډېرو ځايونو ته سرايت کړی، بېلابېل هېوادونه دې اوږه پر اوږه د دې ويروس پر وړاندې مبارزه وکړي. چين به په نړۍ کې د دغه ويروس خپرېدو د مخنيوي لپاره لازيات خدمتونه وکړي او پاکستان ته به ملاتړ او مرستې برابرې کړي. نړيوال حالت هرڅنګه بدليږي، چين به تل د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی.
عارف الرحمان علوي په خپلو خبرو کې وويل چې د چين کمونېست ګوند او حکومت د مصيبت پر وړاندې مبارزه کې ښه رهبري ثابته کړې او له ځان څخه يې د خلکو د ملاتړ وړتيا ښودلې ده، چينايان يوموټی دي او له قربانۍ څخه نه ډاريږي. د چين تجربې د نورو هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري. ځيني هېواد د چين د بدنامولو او څنګ ته کېدو هڅه کوي، دا کار به هرومره ناکام شي. پاکستان د چين ترڅنګ ټينګ ولاړ دی او غواړي له چين سره نږدې اړيکو ته دوام ورکړي ، خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز په ښه توګه جوړ کړي. پاکستان به له چين سره د ترهګرۍپرضد مبارزې په برخه کې خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي او د نړۍ عدالت به وساتي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |