CRI Online

شي جين پینګ د هسپانيا له لومړي وزير سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-17 23:03:49

د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د مارچ په ۱۷ مه نېټه د هسپانيا له صدراعظم سانچس سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې پدې وروستيو کې په هسپانيا کې د ناول کرونا ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی،زه د دې له امله د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د هسپانيا حکومت او خلکو ته تسليت وړاندې کوم. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين د ډېرو کوښښونو له لارې په خپل هېواد کې د دغه ويروس د وقايي او کنترول په برخه کې ډېر پرمختګ ترلاسه کړی او له ډېر سخت او ستونزمن پړاو څخه وتلی دی. اوس د دغه ويروس لمن ډېرو نورو هېوادونو ته غزېدلي او د لاپسې خپرېدو په حال کې دی، چين به له بېلابېلو هېوادونو سره ګډې همکارۍ وکړي او تر وسې پورې به مرستې وکړي. هيله ده چې نړيواله ټولنه په ګډه سره روان بحران حل کړي، د ويروس منفي اغېزې کمې کړي او نړيوال روغتيايي امنيت وساتي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای