CRI Online

چين د امريکا هغو عملونو ته د ځواب تدبيرونه نيولي چې په امريکا کې د چين د خبري رسنيو لاره تنګوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 09:47:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له څو کلونو راهيسې، د امريکا حکومت په بې اساسه توګه په دغه هېواد کې د چين د خبري رسنيو د ارګانونو او کارکوونکو عادي خبري عملونه محدودوي، د دوی په کارونو کې خنډونه اچوي، د چين د خبري رسنيو سپکاوی کوي او د سياست په وسيله يې لاره تنګوي. په تېره بيا، امريکا د ۲۰۱۸م کال د دسمبر په مياشت کې د چين له ځېنو خبري رسنيو څخه غوښتنه کړې چې د بهرني هېواد د اجنټ په حيثيت په امريکا کې خپلې نماينده ګۍ ثبت کړي. دغه راز، امريکا د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په مياشت کې د بهرنيو هېوادونو د ډيپلوماتيکو ډلو په لېست کې د چين پنځه خبري رسنۍ ثبت کړې او ورپسې يې په امريکا کې د دغو پنځو خبري رسنيو د ميشت کارکوونکو شمېر محدود کړ او له دې لارې يې له خپل هېواد څخه د چين خبريالان وشړل. چين سمدلاسه د امريکا له يادو ناسمو عملونو سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او د دوی د دغه عمل سخته غندنه يې وکړه. چين اعلان وکړ چې د مارچ له ۱۸مې نېټې څخه به لاندې تدبيرونه ونيسي.

لومړی، څرنګه چې امريکا د چين د پنځو خبري رسنيو نماينده ګۍ د بهرنيو هېوادونو د ډيپلوماتيکو ډلو په لېست کې شاملې شوې ،نو چين د دې په ځواب کې د VOA، نيويارک ټايمز ورځپاڼې، وال سټريټ جورنال ورځپاڼې، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او ټيمپو مجلې په شمول د پنځو رسنيو له نماينده ګيو څخه غواړي چې د چين په قلمرو کې د ټولو کارکوونکو، مالي چارو، سوداګريو او غيرمنقوله شتمنيو په اړه کتبي معلومات وړاندې کړي.

دوهم، څرنګه چې امريکا په خپل هېواد کې په لويه اندازه د چين د خبري رسنيو د کارکوونکو شمېرې کمې کړې او و يې شړل، نو چين له نيويارک ټايمز ورځپاڼې، وال سټريټ جورنال ورځپاڼې او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څخه غواړي چې له همدې ورځې څخه په راتلونکو ۴ ورځو کې دې د هغو امريکايي خبريالانو نوم لړ د چين د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي ادارې ته وړاندې کړي، کوم چې د دوی د خبريال د کاري کارتونو باوري وخت به د روان کال تر پايه پورې پای ته ورسېږي، او له همدې ورځې څخه په راتلونکو ۱۰ ورځو کې دې د يادو خبريالانو د خبريال کاري کارتونه بېرته ورکړي. همدارنګه، ياد خبريالان به په راتلونکې کې د هانکانګ او مکاو د خاصې اداري سيمو په شمول د چين په قلمرو کې د خبريال په توګه کار نه شي کولای.

درېيم، څرنګه چې امريکا د ويزې، اداري څارنې او مرکې په برخو کې د چين د خبريالانو سپکاوی کوي او محدوديت پرې لګوي، نو چين به د دې په ځواب کې د امريکا د خبريالانو په مقابل کې ورته تدبيرونه ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای