CRI Online

د وو هان ښار په لې شن شان روغتون کې د ناروغانو عمومي شمېر ۱۹۶۱ تنو ته رسېدلی او له دې جملې څخه کابو نيمه برخه بيا جوړ شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 10:01:18

د وو هان ښار د لې شن شان روغتون مرستيال مشر او د وو هان پوهنتون د جونګ نان روغتون مرستيال مشر يوان يو فنګ د مارچ په ۱۷مه نېټه په وو هان کې د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د هو بۍ ولايت د کاري لارښوونکې څانګې په يوه خبري ناسته کې وويل، لې شن شان روغتون چې د ۱۵۰۰۰ جوړونکو لخوا په کابو لسو ورځو کې جوړ شوی، د دغه ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو د تداوۍ ځانګړی روغتون دی او د وو هان پوهنتون د جونګ نان روغتون تر ادارې لاندې دی. په دغه روغتون کې د سختو ناروغانو د تداوۍ د دوو حوزو په شمول ۳۲ حوزې شتون لري او ناروغانو ته ۱۴۰۲ کټونه برابر شوي دي.

اوس د ۹ ولايتونو او ښارونو د ۱۶ طبي ډلو ۳۲۰۲ طبي کارکوونکي او د لوازمو ۶۶۰ کارکوونکي په دغه روغتون کې کار کوي. د مارچ تر ۱۶مې نېټې پورې په دغه روغتون کې د ناروغانو عمومي شمېر ۱۹۶۱ تنو ته رسېدلی او له دې جملې څخه ۹۷۰ تنه تر تداوۍ وروسته بيا جوړ شوي او له روغتون څخه رخصت شوي دي. اوس په دغه روغتون کې ۹۴۲ تنه ناروغان تر تداوۍ لاندې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای