د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۷مه نېټه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې له چين څخه بهر د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو ناروغانو شمېر ۹۷۹۹۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دغه سازمان د يادې شمېرنې له مخې، د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د مارچ د ۱۷مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې، له چين څخه بهر پر يادې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۱۱۴۸۷ و او د نويو مړه شويو ناروغانو شمېر ۴۶۲ و چې د مړه شويو کسانو عمومي شمېر يې ۴۱۹۵ ته رسېدلی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بنين، ليبريا، تانزانيا، باهاما او سومالي په شمول اتو هېوادونو او سيمو کې پر دغې ناروغۍ اخته يو يو کس ناروغ تائيد شوی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |