CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې پر دغه هېواد باندې دې د امريکا پر بنديزونو سترګې پټې کړي او پلي يې نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 11:48:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د مارچ په ۱۷مه نېټه د دې غندنه وکړه چې پر دغه هېواد باندې د امريکا بنديزونه له نوي کرونا ويروس سره په مبارزه کې خنډونه اچوي، او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې پر يادو بنديزونو سترګې پټې کړي او پلي يې نه کړي.

نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، چې پر ايران باندې د امريکا د ناقانونه بنديزونو له امله د دغه هېواد د اقتصادي زيرمو زيات لګښتونه لګولي، نو له ياد ويروس سره د مبارزې توان يې کم شوی. نو هغه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې پر يادو بنديزونو د سترګه پټولو په نړيوال غورځنګ کې برخه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای