CRI Online

تبصره: لارې چارې تل له ستونزو څخه ډېرې وي، د چين په دننه کې د اقتصاد د پرمختګ لوری نه دی بدل شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 11:58:38

د چين ميډيا ګروپ مبصر د مارچ په ۱۸مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ( لارې چارې تل له ستونزو څخه ډېرې وي، د چين په دننه کې د اقتصاد د پرمختګ لور نه دی بدل شوی).

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د Apple شرکت CEO تيم کوک څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له چين څخه بهر ټول دوکانونه به يې د مارچ تر ۲۷ مې نېټې پورې وتړل شي او د دغه شرکت د ابتکاري ناسته چې د پلان له مخې به په راتلونکې جون مياشت کې تر سره شي، د يوې انټرنيټي ناستې په توګه تر سره شي، څو د نوي کرونا ويروس د خپرېدو ګواښ کم شي. نوموړي وويل، څرنګه چې په چين کې د دغه ويروس د خپرېدو حالات تر کنترول لاندې دي، نو د چين په قلمرو کې د دغه شرکت ټول دوکانونه بيا پرانيزي. له دغې اعلاميې څخه دوه ټکي څرګندېږي، لومړی، په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس خپرېدل پر اقتصاد باندې منفي اغيزه رامنځته شوې ده. دوهم، د چين اقتصاد د دغه ويروس د کنترول په اساس د ژر بيا اعاده کېدو په بهير کې دی.

په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول کارونو پړاويز برياليتوب تر لاسه کړی او د نړيوالې فابريکې په توګه د چين اقتصاد د ژر بيا اعاده کېدو په حال کې دی. د چين حکومت د تازه شمېرنې له مخې، په دغه هېواد کې د لويو تصديو د توليد او کار د بيا شروع کېدو انډول له ٪۹۵ څخه اوښتی. په هو بۍ ولايت کې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي پر اساس د تصديو او خلکو کارونه هم د بيا اعاده په حال کې دي.

اوس که څه هم د چين په دننه کې د دغه ويروس د خپرېدو حالات تر کنترول لاندې دي، خو له چين څخه بهر حالات يې سخت دي. دا د چين اقتصاد ته ګواښ لري. د نړيوال اقتصاد له لحاظه، پولي بازارونه سخت تزلزل کې دي، په لويو پيمانه لرونکو سوداګريو کې د توکو بيه هم تزلزلې حالت لري او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت ښايي ورو شي. دا هم د چين پر اقتصاد باندې منفي اغيزه لري.

نو چين به په راتلونکي پړاو کې په جدي توګه د دغه ويروس د وقايې او کنترول تر څنګ نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي او په وار سره به د ګواښ د ليرې کولو لپاره عمومي تګلاره خپره کړي. د دې ترڅنګ به چين د خپل لوی بازار پر اساس د مصرف او پانګونو اړتياوې پراخې کړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون وړتيا به لوړه کړي او د بهرنۍ سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای