CRI Online

د پاکستان صدراعظم له پاکستانيانو څخه له نوي کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د يووالي غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 11:59:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د مارچ په ۱۷مه نېټه له پاکستانيانو څخه غوښتنه وکړه چې له نوي کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره يووالی وکړي او په جدي رويې سره دغه ويروس وقايه او او کنترول کړي.

نوموړي د همدې ورځې په شپه د لومړي ځل لپاره د دغه ويروس په اړه د پاکستان خلکو ته ټلويزيوني وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له پاکستان سره مرسته کوي او پاکستان به له چين څخه لا زياتې تجربې زده کړي، ځکه چې چين په دې برخه کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی.

د پاکستان د طبي څانګو د شمېرنې له مخې، د مارچ په ۱۷مه نېټه په دغه هېواد کې پر يادې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۵۲ و او عمومي شمېر يې ۲۳۵ ته رسېدلی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای