CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر عارف الرحمان علوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 12:21:43
شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر عارف الرحمان علوي سره وکتل

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۷ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له ولسمشر عارف الرحمان علوي سره وکتل. نوموړي وويل چې اوس ناول کرونا ويروس د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سرايت کړی، بېلا بېل هېوادونه بايد اوږه پر اوږه د دې ويروس پر ضد مبارزه وکړي. شي جين پينګ له ولسمشر عارف الرحمان علوي څخه مننه وکړه چې له چين څخه د کلک ملاتړ لپاره بېجينګ ته راغلی دی. هغه وويل

(( ښاغلی علوي، چين ته ښه راغلاست. اوس د چين حکومت او خلک له ناول کورونا ويروس سره مقابله کې د اخري او هراړخيز برياليتوب تر لاسه کولو لپاره تر وسې پورې د هڅې په حال کې دي. د دې ويروس د ساري ناروغۍ پېښې د رامنځته کېدو په پيل کې تاسو ما ته د خواخوږی پيغام راليږلی و او د پاکستان حکومت او ټولنې چين ته ډېر طبي توکي ورکړل او زه له تاسو څخه ډېره مننه کوم. له واقعيتونو څخه يو ځل بیا دا تاييد شوې چې چين او پاکستان ريښتني ملګري دي او د يو بل په غم او ښادۍ کې شريک دي. ))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د نړۍ ډېرو ځايونو ته سرايت کړی او بېلا بېل هېوادونه دې ورسره د مقابلې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. چين به په خلاصه، سپيڅلي او مسئولانه رويه پر وخت د دې ويروس په اړه مالومات خپاره کړي او د ساري ناروغۍ د وقايې، کنټرول او درملنې تجربې به له نورو سره شريکې کړي. چين غواړي په نړۍ کې د دې ويروس خپرېدو د مخنيوي لپاره لا زيات خدمتونه وکړي او پاکستان ته به ملاتړ او مرستې برابرې کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په هر ډول حالت کې د چين او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ساتل د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده. دواړه خواوې باید په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې خپلمنځي همغږي پياوړې کړي. چين به د ملخانو پر ضد له پاکستان سره مرستې وکړي. هغه وويل

((موږ يو متحد، ثابت، سمسور او پياوړی پاکستان غواړو. پروا نشته چې نړيوال حالات هرڅنګه بدليږي، چين به تل د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.))

ښاغلي عارف الرحمان علوي په خپلو خبرو کې د پاکستان د حکومت او خلکو په استازيتوب چين ته مبارکي وويله چې د کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مقابله کې يې ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی. هغه وويل چې د چين کمونېست ګوند او حکومت د مصيبت پر ضد مبارزه کې ښه رهبري ثابته کړې او له ځان څخه يې د خلکو د ملاتړ وړتيا ښودلې ده، چينايان يو موټی دي او له قربانۍ څخه نه ويرېږي. د چين تجربې د نورو هېوادونو لپاره ستر ارزښت لري. باور لرم چې له دې ويروس سره تر مقابلې وروسته به چين لا نور پياوړی شي. ځيني هېوادونه د چين د بدنامولو او څنګ ته کېدو هڅه کوي، د دوی دا کار به هرومره ناکام شي. هغه وويل

((په اوسني وخت کې موږ له چينايانو سره ولاړ يوو. زه غواړم تاسو ته مبارکي ووايم، څرنګه چې ستاسو تر مشرۍ لاندې چين له دې ويروس سره مقابله کې ډېره وړتيا څرګنده کړې ده. د ويروس حمله سخته ده او چين د دې حملې له لومړي پړاو څخه تېر شوی او د دې ويروس د کنټرول په برخه کې يې څرګندې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. پاکستان او چين د وروڼو په شان اړيکې لري، نو ځکه زه چين ته راغلی يم چې له دغه هېواد څخه خپل ملاتړ څرګند کړم. ))

ښاغلي علوي وويل پاکستان به د تل په شان له چين سره همکارۍ پياوړې کړي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به ښه اباد کړي. پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې له چين سره همکاريو ته دوام ورکړي او د نړۍ عدالت به وساتي.

ور پسې د دواړو مشرانو په حضور کې يو لړ همکاريز سندونه لاسليک شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای