CRI Online

تبصره: دا چې امريکا د چين پر رسنيو لار تنګه کړې، نو چين معقول ځوابي اقدام ته اړ کړی شو

cri     (GMT+08:00) 2020-03-18 20:56:49

 د چين مېډيا ګروپ مبصر د مارچ په ۱۸ مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی: دا چي امريکا د چين پر رسنيو لار تنګه کړې ، نو چين معقول ځوابي اقدام ته اړ کړی شو.

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په اتلسمه نېټه د امريکا هغو عملونو ته د ځواب درې تدبيرونه اعلان کړل چې په امريکا کې پر چيني خبري رسنيو لار تنګه کړې. يو لړ واقعيتونو دا ثاته کړې چې امريکا بې اساسه توګه پر چيني رسنيو لاره تنګه کړې او د تنګولو کچه يې پرله پسې لوړه شوې.د بېلګې په توګه، امريکا له۲۰۱۸م کال څخه راهيسې د چين د ۳۰ خبريالانو ويزې ځنډولې او آن رد کړې يې دي، د چين له ځېنو خبري رسنيو څخه يې غوښتي چې په امريکا کې دې خپله نمايندګي د بهرني هېواد د اجنټ په حيثيت ثبت کړي. د دې ترڅنګ د بهرنيو هېوادونو د ډيپلوماتيکو ډلو په لېست کې يې د چين ۵ خبري رسنۍ شامل کړې او ورپسې يې د دغو پنځو خبري رسنيو د ميشتو کارکوونکو شمېر محدود کړ او له دې لارې يې له خپل هېواد څخه د چين خبريالان وشړل.برسيره پردې امريکا په بېلابېلو پلمو په خپل هېواد کې د چين د خبريالانو خبري فعاليتونه محدود کړل.چين له مجبوريت له مخې معقول او لازم ځوابي اقدام غوره کړ ، ځکه چين په معقول ډول د خپلو حقونو ساتنه کوي.له تېرو ډېرو کلونو راهيسې په امريکا کې مېشت چيني خبريالانو ددغه هېواد قوانين او دغه راز مسلکي ژورناليستيکي اصول مراعات کړي او د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلې او د خلکو ترمنځ د پوهاوي د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبوي. خوامريکا له ۲۰۱۸ کال راهيسې پر چيني رسنيو لار تنګول پيل کړي او ورځ په ورځ يې تنګوي. د چيني رسنيو پروړاندې د امريکا دغه اقدام په حقيقت کې ددغه هېواد له سټراټيژۍ څخه سرچينه اخلي. امريکا د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې د ملي امنيت د ستراتېژۍ راپور خپور کړ چې پکې يې چين د خپل ستراتېيک سيال په توګه بللی دی. له هغه وروسته امريکا د چين په سياست، اقتصاد، تکنالوژۍ او بېلابېلو نورو برخو کې خنډونه اچولي دي.آيا يو هېواد پر نورو د لارو تنګولو سره غښتلی کېدای شي؟د فرانسې د نړيوالو مسئلو کارپوه او د چین او اروپا فورم بنسټګر ډاويډ ګوسيټ په خپله يوه ليکنه کې پدې اړه ويلي چې له دې څخه نه څرګنديږي چې امريکا پياوړی قوت لري، برعکس د دغه هېواد د کمزورتيا رسوا کوي.د امريکا يادو عملونو د دواړو هېوادونو اړيکې ناڅرګندې کړې دي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه ناسم کړه وړه ودروي، که نه چين به د ځواب تدابير لاپياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای