CRI Online

د اسرائيل او فلسطين ولسمشرانو د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ په اړه ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-19 11:19:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل ولسمشرۍ ماڼۍ د مارچ په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد ولسمشر ريوين ريولين په همدې ورځ د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ وضعيت او پر سيمې د اغېزې په اړه د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره ټلېفوني خبرې وکړې.

ولسمشر ريوين ريولين له نوموړي سره په ټلېفوني خبرو کې وويل چې نړۍ د نژاد او سيمې په پام کې نيولو پرته له بحران سره مخ ده .زموږ همکارۍ د اسرائيليانو او فلسطينيانو د روغتيا د ساتلو لپاره ستر اهميت لري.

د فلسطين وفا اژانس د خبر له مخې،عباس په دې سيمه کې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې لپاره د هڅو همغږي کولو لپاره د ريوين ريولين د غوښتنې هرکلی وکړ.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای