CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : په نړۍ کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۷۸۶۰ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-19 11:24:07

د روغتيا نړيوال سازمان له شمېرنې سره سم د منځنۍ اروپا پر وخت د مارچ د ۱۸مې نېټې ماښام تر ۶ بجو پورې په نړۍ کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۷۸۶۰ ته رسېدلی او ۸۶۵۷ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. تر اوسه پورې ۱۶۶ هېوادونو او سيمو کې د نوي کورونا ويروس ناروغي رامنځته شوې ده.

د اروپا پر وخت د مارچ د ۱۸مې نېټې ماښام تر ۶ بجو پورې په ايټاليا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کسانو د زياتوالي شمېر ۴۲۰۷ و او په دغه هېواد کې د اخته کسانو عمومي شمېر ۳۵۷۱۳ ته رسېدلی او ۲۹۷۸ تنه مړه شوي دي.

د فرانسې د روغتيا وزارت په همدې ورځ خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د نوي اخته کسانو شمېر ۱۴۰۴ ته رسېدلی او عمومي شمېر يې ۹۱۳۴ ته رسېدلی او ۲۶۴ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

بر سېره پر دې، پر ځايي وخت د مارچ د ۱۸مې نېټې ماښام تر ۷ بجو پورې په امريکا کې د يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۷۶۹ ته رسېدلی او ۱۱۸ تنه مړه شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای