د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې نوي کورونا ويروس د چيني ويروس په توګه ياد کړ. د روغتيا نړيوال سازمان د بېړني طبي پروګرام مسئول مايکل ريان د مارچ په ۱۸مه نېټه د ټرمپ د يادې خبرې په اړه وويل، چې ويروس بايد له نژاد او سيمې سره ونه تړل شي.
مايکل ريان وويل، چې ويروس تابعيت نه لري او د نژاد، د پوستکي رنګونو او شتمنيو توپيرونه نه کوي. خلک بايد د ژبې استفادې سره احتياط وکړي او په چا پسې د ويروس له نښلولو څخه دې ډډه وکړي. هغه باور وښود چې هيڅوک له ويروس سره داړيکې هيله نه لري، خلک بايد يووالی او همکاري وکړي.
نوموړي وويل، چې په ۲۰۰۹ کال کې د H1N1 ډول انفلونزا له شمالي امريکا څخه خپره شوه، خو دغه انفلونزا په شمالي امريکا انفروانزا نه ده نومېدلې. د روغتيا نړيوال سازمان له خلکو څخه غوښتنه کوي چې له ويروس سره د مبارزې لپاره ګډ کوښښونه وکړي، پر چا دې نيوکه نه کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |