CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت پر امريکا غږ وکړ چې سمدلاسه پر چيني ميډيا له فشارونو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-19 11:50:58

د چين د بهرنيو چارو وزات وياند ګنګ شوانګ د مارچ په اتلسمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په امريکا کې د چيني ميډيا پر ادارو د امريکا غير منطقي فشار پر وړاندې د چين لخوا نيول شوي اړوند اقدامات مناسبه مقابله ده. چين د ستونزو لامل نه ګرځي،خو له ستونزو څخه ويره هم نه لري.هغه له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه پر چيني ميډيا له فشارونو څخه لاس واخلي ، که نه ،نو امريکا به له لوی زيان سره مخ شي.

چين د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه په امريکا کې د چيني ميډيا ادارو د فشارونو پروړاندې د مبارزې په اړه بيان خپور کړ. وياند ګنګ شوانګ وويل چې په امريکا کې د چيني رسنيو سازمانونو تل د امريکا د قوانينو مراعات کړی ، د مطبوعاتو مسلکي اخلاق يې مراعات کړي او په امريکا کې د راپورتاژ فعاليتونه تر سره کوي. امريکا نشي کولی د نورو هېوادونو ميډيا له خپلو معيارونو سره سم وارزوي او په غير معقول ډول يې پر چيني رسنيو فشارونه اچولي دي.

زموږ دريځ روښانه دی. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې سمدلاسه دې خپله لاره بدله کړي ، تېروتنې دې سمې کړي او پر چيني ميډيا سياسي فشار او غير معقول محدوديتونه دې ودروي. که امريکا پر دې ټينګار وکړي چې خپل عمل ته دوام ورکړي،نو چين به هم دې ته اړ شي چې نور ځوابي تدبيرونه ونيسي.

چين د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اړوندو امريکايي رسنيو څخه غوښتنه وکړه چې په ۴ ورځو کې د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي ادارې ته د هغو امريکايي خبريالانو نوم لړ وړاندې کړي کوم چې د دوی د خبريالۍ د کاري کارتونو باوري وخت به د روان کال تر پايه پورې پای ته ورسېږي. ګنګ شوانګ له چين څخه د امريکا د رسنيو خبريالانو د وتلو په اړه وويل چې چين به له اړوندو قوانينو او مقرراتو او د کورونا ويروس د ناروغۍ په شمول له واقعي حالاتو سره سم اړوندې مسئلې حل کړي.

امريکا هغه مهال غوښتنه وکړه چې ۶۰ چيني خبريالان دې د مارچ له ۱۳مې نېټې مخکې له امريکا څخه ووځي. موږ څو ځلې له امريکا سره سلامشورې وکړې چې د ناروغۍ وضعيت او د هوايي ټيکټونو د اخيستلو ستونزو ته په پام سره ، امريکا کولی شي رضايت او نرمښت وښيي ، خو امريکا هېڅ نرمښت ونه ښود. چين به له واقعي وضعيت سره سم د امريکايي خبريالانو د وتلو مسئله اداره کړي، خو زموږ لاره به ډېره معقوله او بشردوستانه وي.

وياند ګنګ شوانګ وويل چې د نوي کورونا ويروس ناروغۍ له خپرېدو راهيسې ، چين په پراخه ، شفاف او مسؤلانه ډول له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د مخنيوي او کنټرول ترټولو جدي اقدامات غوره کړي دي. په دې اړه نړيواله ټولنه شاهدي ورکوي او خپل نظرونه لري. هغه زياته کړه چې چين او امريکا دواړه د نړۍ مهم هېوادونه دي. د چين او امريکا اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي او د نړيوالې ټولنې ګډه تمه هم ده.د نوي کورونا ويروس ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته چين تل له امريکا سره اړيکې او همکارۍ ساتلې دي. موږ غواړو د امريکا په ګډون له نړيوالې ټولنې سره کار وکړو ترڅو له ناروغۍ سره مقابله وکړو او په ګډه د ګردې کرۍ د عامې روغتيا امنيت وساتو.

ګنګ شوانګ دا هم وويل چې د چين د ورخلاصون ملي پاليسي به بدله نه شي. چين د بهرنيو رسنيو او خبريالانو هرکلی کوي چې له قوانينو او مقرراتو سره سم په چين کې د خبرونو په خپرولو کې کار وکړي او اړوند ادارې به اسانتياوې او مرستې ورته برابرې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای