د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۸مه نېټه وويل، چې دغه سازمان او همکار ملګري يې په زياتو هېوادونو کې د يو څېړنيز پروګرام د تر سره کولو په حال کې دي، څو د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د درملنې د بېلا بېلو لارو چارو د مقايسې له لارې تر ټولو اغېزمن پلان تاييد کړي.
د نوموړي سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګبريسوس د دې ناروغۍ د واکسين په اړه وويل، يوازې تر هغه وخت ۶۰ ورځې وروسته چې د چين له خوا د نوي کورونا ويروس د جين ترتيب خپره شوه، د واکسين په اړه لومړۍ ازموينه پيل شوې ده. هغه وويل، چې تر اوسه د بېلا بېلو لارو چارو په اساس زياتو کوچنو ازموينو له دې ناروغۍ څخه د ژوند ژغورلو څرګند او ځواکمن شواهد نه دي برابر کړي، دغه راز د روغتيا نړيوال سازمان او همکاريز ملګري يې په زياتو هېوادونو کې د يو څېړنيز پروګرام له لارې د علاج د اغېزمنو لارو چارو د تاييدېدو لپاره د باور وړ معلوماتو د پيدا کولو په هڅه کې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |