CRI Online

د بريتانيا لومړي وزير له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد وتلو د انتقالي مودې ځنډېدنه رد کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-19 11:55:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړي وزير بوريس جونسن د مارچ په ۱۸مه نېټه وويل، چې بريتانيا به له اروپايي ټولنې څخه د وتلو انتقالي موده و نه ځنډوي او د ټاکلي وخت له مخې به د روان کال تر پايه پورې پای ته ورسيږي.

نوموړي په همدې ورځ د بريتانيا په ولسي جرګه کې اړوندو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې اوس بريتانيا لومړنۍ دنده د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره مبارزه د ده، له اروپايي ټولنې څخه د هېواد د وتلو انتقالي موده د پارلمان د جوړ شوي قانون له خوا ټاکل شوې چې د روان کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې به پای ته ورسيږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای