CRI Online

د پاکستان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۷ تنه ترهګر ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2020-03-19 11:58:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د درېيو ځواکونو مطبوعاتي ادارې د مارچ په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دې هېواد امنيتي ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د ترهګرۍ ضد عمليات تر سره کړل او ۷ تنه ترهګر يې ووژل.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګرو پټنځای کلابند کړ او ورپسې يې له وسلوالو ترهګرو سره سخته جګړه وکړه چې له امله يې ۷ تنه ترهګر اوامنيتي ځواکونو ۴ تنه سرتيري ووژل شول.

امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې ګڼ شمېر وسلې او ساده چاودېدونکي مواد نيولي دي. خو په دې اعلاميه کې په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي چې دغه ترهګر د کومې ډلې غړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای