CRI Online

د امريکا د اسهامو بازار د شاخصونو ټيټوالي کې بل څوک نه دي پړه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-21 16:46:08
د امريکا د اسهامو بازار د شاخصونو ټيټوالي کې بل څوک نه دي پړه

پر بازار باندې د ناول کورونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوې اندېښنې نه دې کنټرول شوې، په وروستيو ورځو کې د امريکا د اسهامو بازار شاخصونه ډېر ټيټ شوي او د مارچ له ۹مې نېټې څخه تر ۱۸ مې نېتې پورې څلور ځله له ټاکلې اندازې څخه ټيټ شول. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټويټر کې وويل، هغه ويروس چې له چين څخه راغلی، د امريکا پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده.

د ناول کورونا ويروس سرچينه تر اوسه نه ده پيدا شوې، د روغتيا نړيوال سازمان دغه ويروس covid-19 ونوماوه. ټرمپ دغه ويروس  چين پسې وتاړه نه يوازې د روغتيا نړيوال سازمان پر صلاحيت يې سترګې پټې کړې، بلکی دغه څرګندونه يې له تورونو او سپکاوي څخه ډکه ده. نو د چين د بهرنيو چارو وزارت سمدلاسه د ټرامپ له دې وينا سره سخت مخالفت څرګند کړ.

د اسهامو په بازار کې د شاخصونو لوړوالی او ټيټوالی له اقتصادي اصولو سره سمون لري. د ټرامپ دغه وينا ښيي چې هغه وغوښتل چين د امريکا د اسهامو بازار کې د شاخصونو ټيټېدو پړه پر غاړه واخلي. د ده د نظر له مخې، د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د امريکا د اسهامو بازار کې شاخصونه په لومړي ځل له ټاکلي اندازې ټيټ شول، دا د کوم ويروس له امله وه؟ په ۲۰۰۸ کال کې د امريکا د والسټرټ څخه ګردې نړۍ ته خپور شوي پولي بحران د کوم ويروس له امله رامنځته شو؟

د څېړونکي په اند، په دې وروستيو کې د امريکا د اسهامو بازار کې د شاخصونو ټيټوالي دوه مستقيم لاملونه شته. لومړی د سعودي عربستان او روسيې ترمنځ د اومو نفتو د بيې پر سر جګړې له امله، د امريکا د شال ګاز چارو ته ډېر زيانونه رسول شول. دوهم، امريکا د ناول کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره مقابله کې اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي او د پانګوالو باور ډېر خراب شوی دی. ټرمپ د ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته طبي بيمې تګلارې اصلاح کړې او خلک يې وپارول او د يادې ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله د ډېرو کسانو پولي بارونه زيات شول. برسيره پر دې، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس په دې هېواد کې د ياد ويروس د کنټرول او مخنيوي کارونو لارښوونکی دی، خو هغه مخکې د اندنا ايالت د مشر په توګه د مقاومت په موده کې د ايدز ناروغۍ خپرېدو د مخنيوي په بهير کې نامناسبې تګلارې غوره کړې او له امله يې د ايدز ناروغی په دې ايالت کې په پراخه توګه خپره شوه. نو اوس امريکايان د ياد ويروس سره د مقابلې په اړه د حکومت توان په اړه هم ډېر اندېښمن دي.

پر دغو دوو لاملونو سربيره، د امريکا د اسهامو بازار کې د شاخصونو ټيټوالی نور لاملونه هم لري. د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د امريکا نړيوالو شرکتونو د زياتو ګټو تر لاسه کولو لپاره ډېرې صنعتي چارې پرمختيايي هېوادونو ته انتقال کړي او په دې توګه د امريکا په دننه کې صنعتي چارې کمې دي. په عين وخت کې ډېرې سرمايې پولي برخې ته غځېدلي او د امريکا اقتصاد حقيقي ځواک نه لري. د ۲۰۰۸ کال له پولي بحران څخه دغه مسئله پوره څرګنده شوې، خو امريکا دغه مسئله نه ده حل کړې، او پټه کړې يې ده. د سي اي اًی سي (CEIC) يوه شمېره ښيي چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې د امريکا د اسهامو بازار عمومي ارزښت د دې هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په نسبت ۱.۶ چنده دی، نو يوه موده مخکې د امريکا د اسهامو بازار دروغجنه سمسورتيا د دې هېواد د نرمې تګلارې نتيجه وه. برسيره پر دې، د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د امريکايانو د کورنيو پورونه د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت دوه پر درېيمه برخه نيولې، د غيرپولي شرکتونو پورونه د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت درې پر څلور برخه نيولې. د دومره لوړو پورونو له امله له ناڅاپي پېښې سره د مقابلې په اړه د خلکو توان او زهني روحيه ډېره کمزورې ده. نو نتيجه يې په امريکا کې د اسهامو بازار کې شاخصونو ټيټوالی دی.

سږ کال به د امريکا ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي او ډونالډ ټرمپ خپل مقاومت ته د دوام ورکولو لپاره ډېرې هڅې کوي. خو په دې وخت کې د دې هېواد د اسهامو بازار کې شاخصونه ډېر ټيټ شوي، نو هغه غواړي دغه پړه پر بل چا ورواچوي. خو د امريکا سياستوالو دغه شان کړنه د دې هېواد اقتصادي مسئله نه شي حل کولی او د دې هېواد د بياسمسورتيا کېدو لاره هم نه ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای