CRI Online

چين د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په هکله رښتني مالومات پټ کړل؟ د روغتيا نړيوال سازمان کار پوه ريښتيا وايي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-19 20:36:33

د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته د امريکا ځينو سيستوالو او خبري رسنيو پر چين بې دليله تور لګولی او ويلي يې دې چې چين د ساري ناروغۍ په هکله رښتنی مالومات پټ کړي او نورو هېوادونو ته زيانونه رسوي. دوی غواړي چې د ساري ناروغۍ ټول مسئوليت پر چين ورواچوي او غواړي چې په خپل هېواد کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په باره کې کمزورتيا پټه کړي او د ساري ناروغۍ په پلمه پر چين تور ولګوي او ورباندې فشار واچوي.

په حقيقت کې چين ډېرې هلې ځلې کړې چې نړيوالې ټولنې ته د ساري ناروغۍ د کنټرول لپاره لومړۍ دفاعي کرښه جوړه کړي او د نړيوالې ټولنې لخوا ستايل شوې هم دي. په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ګاودين ګاليا چې په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې په کارونو کې يې برخه درلوده، وويل چې په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال د دسمبر په يو دېرشمه نېټه له چين څخه غير رسمي خبرتيا تر لاسه کړه. د جنورۍ په لومړې نېټه د روغتيا نړيوال سازمان په چين کې د نماينده ګۍ، سيمه ايز دفتر او په ژنيو کې د عمومي مقر تر منځ د ټليفونې خبرو غونډه تر سره شوه او د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د چين لخوا په رسمي توګه د دې ويروس له اعلانېدو مخکې د دغې ساري ناروغۍ په وړاندې يوه ډله جوړه شوه. د جنورۍ په ۲۰ او ۲۱مه نېټه په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان کارکوونکو له وو هان ښار څخه ليدنه وکړه. له دې څخه څرګنديږي چې چين د روغتيا له نړيوال سازمان سره تل پر وخت اړوند مالومات شريک کړي دي.

خو په امريکا کې پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر په پر له پسي زياتيږي او داسې ناروغان پيدا شوي چې د ناروغۍ سرچينې يې نه دی پيد شوي. په دې وخت کې د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز د مارچ په پيل کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د تشخيص شوو ناروغانو شمېر به ډاګه نه شي. د امريکا دغه کړنې چې له پرانيستې او شفافيت له اصولو څخه سرغړونه ده او خپل رښتنی مالومات يې پټ کړل چې د دغه هېواد په دننه او بهر کې د عامو افکارو لخوا پرې انتقاد شوی.

د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز منشي روبيټ ريدفيلډ د کانګرس په يوه غونډه کې وويل چې امکان شته چې د تېر کال له سپتمبر مياشت څخه په دغه هېواد کې مخکې د انفلوندا له امله په مړه شويو کسانو کې ځيني کسان د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ له امله مړه شول. په دې خبر کې شک څرګند شوی چې ښايي ناول کرونا ويروس له امريکا څخه سرچينه اخيستې. په دې هکله امريکا تر اوسه پورې هيڅ وضاحت نه دی کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای