په دې وروستيو ورځو کې د امريکا مشرانو څو څو ځلې ناول کرونا ويروس د چين ويروس په نوم ياد کړی او نړيوالې ټولنې پر دغې خبرې سخت انتقاد کړی، ځکه څرګنده نژاد پرستي ترې ښکاريږي.
د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو پيښو مسئول ميکايل ريان د مارچ په ۱۸مه نېټه په ژنيو کې وويل چې ويروس د هېوادونو تر منځ کرښې نه پيژني او بايد په يو هېواد او يو نژاد پورې و نه تړلی شي. هغه وويل چې په ۲۰۰۹ کال کې H1N1 انفلونزا له امريکا څخه نورو هېوادونو ته خوره شوه، خو موږ د امريکا انفلونزا نوم ور ته نه دی کارولی.
په همدې ورځ د امريکا د سان فرانسيسکو ښاروال د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر امريکايي مشر نيوکه وکړه چې دا ډېر بې اخلاقه کار دی چې ناول کرونا ويروس ته د چيني ويروس نوم ورکول کېږي. هغه وويل چې ناول کرونا ويروس پر ټولو انسانانو اغيزه لرونکې ساري ناروغه ده. موږ بايد د کارپوهانو نظريې واورو او په ګډه له دغه ويروس سره مقابله وکړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |