د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريسوس د مارچ په ۱۹مه نېټه په ژنيو کې وويل، چې دا د حيرانتيا وړ برياليتوب دی چې په چين کې د نوي کرونا ويروس ناروغۍ هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
نوموړي په همدې ورځ په يوه ناسته کې وويل، اوس په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له ۲ لکو او د مړه شويو کسانو شمېر له ۸۰۰۰ تنو څخه اوښتی دی، خو په چين کې په لومړي ځل داسې حالت رامنځته شوی چې پر دغې ناروغۍ هيڅ نوی ناروغ نه شته. دا د حيرانتيا وړ برياليتوب دی.
نوموړي وويل، چې دغه سازمان ۶۸ هېوادونو ته دفاعي توکي برابر کړي او ۱۲۰ هېوادونو ته يې د دغه ويروس د تشخيص ۱مليون او ۵ لکه کېټونه برابر کړي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |