د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۹مه نېټه له امريکا او اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې پر دغه هېواد باندې د دوی يواړخيز بنديزونه لغوه کړي، څو سوريه د نوي کرونا ويروس له ګواښ سره مقابله وکړي .
دغه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا او اروپايي ټولنه په پر له پسې توګه پر دغه هېواد باندې يواړخيز بنديزونه لګوي او يو شمېر بنديزونه د بشري حقونو او د بشر دوستۍ له اصولو څخه سرغړونه ده. دغه بنديزونه د سوريې د خلکو پر ژوند او د دغه ويروس پر وقايې باندې منفي اغيزې لري، نو سوريه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې ياد بنديزونه لغوه کړي.
د سوريې د روغتيا وزارت په همدې ورځ خبر ورکړ چې تر اوسه په دغه هېواد کې د ناول کرونا ويروس هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |