د امريکا د جونس هوپکينس پوهنتون د پلټنې له مخې، د ختيځې امريکا پر وخت د مارچ د ۱۹مې نېټې د مازديګر تر شپږو بجو پورې، په امريکا کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۳۳۵۰ ته رسېدلی او د مړه شويو کسانو شمېر ۱۸۸ و. د همدې ورځې په کابو ۱۸ ساعتونو کې په امريکا کې پر دغې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۳۸۹۹ و.
د يو بل خبر له مخې، د فرانسې د روغتيا عمومي ادارې پر ځايي وخت د مارچ د ۱۹مې نېټې په شپه خبر ورکړ چې په همدې ورځ په دغه هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۰۹۹۵ ته رسېدلی او دغه شمېر د ۱۸ مې نېټې په پرتله ۱۸۶۱ زيات شوی دی. همدارنګه، په دغه هېواد کې تر همدې ورځې پورې د مړه شويو کسانو شمېر ۳۷۲ و.
بر سېره پردې، د ۱۹مې نېټې د مازديګر تر شپږو بجو پورې، په ايټاليا کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۴۱۰۳۵ و او په ۲۴ ساعتونو کې پر دغې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۵۳۲۲ و. په دغه هېواد کې د مړه شويو کسانو شمېر ۳۴۰۵ ته رسېدلی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |