د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بيړني مرستندويه سازمان وياند د مارچ په ۱۹مه نېټه وويل، چې د ايران خلک د مارچ د ۱۷مې نېټې د ماښام د ۱۸مې نېټې تر سهاروختۍ پورې د ( چهارشنبې سوري ) د لمانځنې په وخت کې د رامنځته شويو پېښو له امله ۳ تنه مړه او ۱۴۰۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ايران حکومت څو ورځې مخکې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله څو څو ځله له خلکو څخه وغوښتل چې په کور کې پاتې شي او ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي. خو سږ کال لا هم زيات کسان د همدې شپې د لمانځنې لپاره راغونډ شوي وو. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |