CRI Online

د چين دوديز طب او درمل له ناول کورونا ويروس سره په نړيواله مقابله کې اغېزمن ثابت شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-20 12:30:51

د چين دوديز طب او درمل له ناول کورونا ويروس سره په نړيواله مقابله کې اغېزمن ثابت شوي

له ناول کورونا ويروس سره په مقابله کې د چين دوديز طب او درمل اغېزمن ثابت شوي دي. له ياد ويروس سره د مقابلې په بهير کې د چين د دوديزو طبي چارو ادارې هو بۍ ولايت ته ۳۲۰۰ تنه طبي کارکوونکي وليږل. د مارچ تر ۱۳مې نېټې پورې په همدغه ولايت کې د چين د دوديزو درملو د کارونې انډول ۹۱ سلنې ته رسېدلی و او په دې جمله کې په موقتي روغتونونو کې دغه شمېر ۹۹ سلنې ته رسېدلی و. د چين د روغتيايي چارو کمېټې د يوې شمېرنې له مخې، د روانې مياشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په هو بۍ ولايت کې ۶۷۸۰۰ تنه د ناول کورونا ويروس په ساري ناروغۍ تشخيص شوي او له دې جملې څخه ۵۶۸۸۳ تنه يې بياجوړ او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي او د درملنې او بيا جوړېدو انډول يې په سلو کې درې اتيا اعشاريه نهو ته رسېدلی دی.

واقعيتونه دا ښيي چې د چين دوديزدرمل د لوېديځو هېوادونو له درملو سره يو ځای استعمالول د تبې او ټوخي د درملنې په برخه کې ډېر ښه رول لوبوي او د بياروغېدو انډول د زیاتوالي او د مړه کېدو انډول د ټيټوالي په برخه کې اغېزمن ثابت شوي دي.

په همدې اړه د مارچ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ، جنګ جو، هانکانګ، روم، تورنتو او سينګاپور کې د چين د دوديز طب په اړه غښتلو کارپوهانو يوه ويډيويي غونډه ترسره کړه. د چين د اړوند مشهور کارپوه تانګ ځو شوان په مشرۍ طبي کارپوهانو له ياد ويروس سره د چين د مقابلې او تجربې له مخې د ايټاليا، کاناډا او سينګاپور ته د درملو ليستونه وړاندې کړل.

د چين د دوديزو درملو په اړه يو لرغونی شرکت چې نوم يې ((تونګ ژن تانګ)) دی او ۳۵۱ کلن تاريخ لري، له ياد ويروس سره په دغه مقابله کې ستر خدمتونه کړي دي. د دې شرکت مرستيال مينيجيرې دينګ يونګ لينګ د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، موږ د هر هېواد د ريښتنيو حالاتو له مخې دوی ته د چين د دوديزو درملو ليستونه وړاندې کوو، په دې بهير کې مو د مشهورو ډاکټرانو ، لويې ډيجيټل او ځيرکې تکنالوژۍ تر مرستې لاندې د درملو د ليستونو سموالی او اغېزې لوړې کړې. موږ غواړو په ۲۸ هېوادونو کې زموږ د شرکت د ۱۴۹ مغازو له لارې له ياد ويروس سره د مقابلې په اړه د چين بريالۍ تجربې له نړيوالو سره شريکې کړو.

د ايران د روغتيا وزارت څو ورځې مخکې له چين څخه وغوښتل چې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د درملنې ځينې تجربې او لايحې ورسره شريکې کړي. د چين د علومو اکاډمۍ غړي تونګ شياو لين ايران ته وړانديزونه وکړل چې د تبې لرونکو ناروغانو او شکمنو ناروغانو لپاره د ((ليان هوا چينګ ون)) او ((جين هوا چينګ ګان)) په نوم درمل وکاروي، ځکه دا درمل ښه اغېزه لري. د هغو کسانو لپاره چې له ناروغانو سره يې نږدې تماس نيولی، د ((هوه شيانګ جنګ چي)) په نوم درمل دې ورکړي.

اوس د چين دوديز طب او درمل په ۱۸۳ هېوادونو او سيمو کې منل شوي دي. له ياد ويروس سره په نړيواله مقابله کې د چين د دوديزو درملو ځانګړی رول په پراخه توګه پېژندل شوی دی. په بريتانيا کې په ياد ويروس د اخته ناروغانو د شمېر په زياتېدو سره د لندن ښار د چين د دوديزو طبي مغازو کې د درملو د خرڅلاو اندازه لس چنده زياته شوې ده. په ايټاليا کې د ((تونګ ژن ټانګ)) په نوم شرکت دغه هېواد ته نږدې لس زره دانې دوديز درمل وړاندې کړې دي.

د هنګري پخواني لومړي وزير ميجسي پيټر د چين د ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل د چين دوديز طب او درمل د ناروغانو لپاره او د دوی د ستونزو د ليرې کولو په برخه کې اغېزمن رول لوبوي، دغه درمل د هر کس حالاتو ته په کتو کارول کېږي. په هنګري کې د چين د دوديزو درملو توليدي فابريکه شته. خوشحاله يم چې په اروپا او حتی نړۍ کې د چين د دوديزو درملو د خپرېدو لپاره خدمتونه کوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای