CRI Online

خود غرضه امريکايي سياستوالو د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د نړيوالې همکارۍ يو ويجاړونکی ځواک ګرځېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-20 20:01:56

اوس مهال په ډېرو هېوادونو کې د ناول کرونا ويروس له امله سږي ناروغي د خپرېدو په حال کې ده چې له دې امله يې لسګونو هېوادونو بېړنی حالت ته د داخلېدو اعلان کړی .نړيواله ټولنه د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د خپلمنځي همکاريو پياوړتيا ته اړتيا لري. خو د امريکا ځينو خودغرض سياستوالو د دې همکارۍ لپاره اړوندو هڅو ته زيانونه رسولي دي.

د امريکا د کلومبيا راډيويي شرکت د خبر له مخې د امريکا د سپينې ماڼۍ د دولتي سوداګريزې کميټې مشر پيټر ناوارو د امريکايي مشر له خوا د هغه حکم ور کولو لپاره هڅه کوي تر څو امريکا له نورو هېوادونو څخه د طبي سامان الاتو د برابرولو ځنځيرونه تر لاسه کړي او په دې برخه کې پر نورو هېوادونو تکيه کمه کړي.هغه غواړي چې له دې لارې د دولتي امنيت په پلمه د امريکا مشر ته د ده اقتصادي نظرونه څرګند کړي، خو د ده کړنه نه يوازې د بشر دوستۍ له روحيې سره سمون نه لري بلکې ور څخه ښکاري چې هغه بنسټيزه اقتصادي پوهه نه لري.

په نړۍ کې ټاکلي طبي ځنځيرونه په اوږده موده کې د بېلا بېلو هېوادونو د غوره سرچينو پر بنسټ جوړ شوي او د بازارونو او تصديو د انتخاباتو نتيجه هم ده.که دوی په اداري لارو چارو غوښتنه وکړي چې د طبي شيانو توليدي شرکتونه بېرته امريکا ته راشي، نو دا به هرو مرو د نړۍ توليدي چارو موثريت او د تصديو ګټو ته زيانونه ورسوي.د امريکا د سوداګريزې ټولنې عالي رتبه تګلاره جوړونکي نيل بردلي وويل چې که هغه خبره بيا تائيده شي چې بايد امريکايي شيان او مالونه واخيستل شي، دا ښايي د درملو او د طبي سامان الاتو د برابرولو ځنځير نړيوالې همکارۍ ته زيانونه ورسوي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې د امريکا حکومت غواړي چې يو جرمني شرکت ته چې اوس د کرونا ويروس ضد واکسين په څېړنه بوخت دی، يو مليارډ امريکايي ډالره برابر کړي تر څو د دې واکسين د کارونې حق تر لاسه کړي.ځکه چې د امريکا مشر هيله لري چې دغه واکسين يوازې امريکا ته برابر کړي. د المان د کورنيو چارو وزير خورست سيفوفير د ياد خبر پخلی وکړ. د المان خبري رسنيو ويلي چې د امريکا دغه پلان نړيوالو ته د واشينګټن بده او ناوړه بڼه ښودلې ده.

د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول کارونه د يوې هندارې غوندې دي او ور څخه د بېلا بېلو هېوادونو مسؤليتونه ښکاري. د مارچ په شلمه نېټه د ناول کرونا ويروس له امله د رامنځته شوې سږي ناورغۍ په هکله د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د بهرنيو چارو وزيرانو ځانګړې ويډيويي غونډه تر سره شوه چې دا د سترې ننګونې پر وړاندې د نړيوالې ټولنې د يووالي او همکارۍ،د ستونزو د لېرې کولو په برخه کې يوه نوې نمونه ده.

د امريکا د ځينو سياستوالو په اند دا يو سم کار دی چې په طبي برخه کې يوازې د ځان ساتنې تګلاره غوره کوي او د امريکا ګټو ته لومړيتوب ور کوي.دوی په پر له پسې توګه تګلاره جوړونکو ته هغه وړانديزونه کړي چې له عمومي معلوماتو، اخلاقي اصولو سره سمون نه لري.دغه کسان د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د نړيوالې همکارۍ يو ويجاړونکی ځواک ګرځېدلی دی.

هيله لرو چې دغه سياستوال د عيني اخلاقي اصولو مراعات کړي. که دوی دغه اصولو مراعات نه کړي، دا شعار به يې يوازې يوه ټوکه وي چې غواړي امريکا به بيا غښتلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای