د روغتيا نړيوال سازمان د تازه ورځني راپور له مخې، د بېجينګ پر ځايي وخت د مارچ د ۲۰ مې نېټې تر ۷ بجو پورې، په ګرده نړۍ کې د ناول کورونا ويروس په ساري ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۲ لکه ۳۴ زرو ۷۳ ته رسېدلی او د دې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۹ زرو ۸ سوو ۴۰ ته رسېدلی دی.
په اروپا کې د ناروغانو شمېر له يو لک څخه زيات شوی چې يو لک ۴۵۹۱ ته رسېدلی او له دې جملې څخه ۴۸۹۹ ناروغان مړه شوي دي. د مالوماتو له مخې، اوس د نړۍ په ۱۷۶ هېوادونو او سيمو کې د يادې ناروغۍ د اخته کېدو پېښې رامنځته شوې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |