CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: دې نړۍ ته دا اميد رسولی چې په وو هان کې د نوي کورونا ويروس نوې پېښه نه ده شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-03-21 16:58:59

پر ځايي وخت د مارچ په ۲۰مه نېټه د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس په ژنيو کې د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ په اړه يوه خبري ناسته کې وويل، چې په نړۍ کې د دې ناروغۍ تر ۲۱۰ زرو زياتې پېښې ثبت شوې او له دې جملې څخه څه باندې ۹ زره تنه مړه شوي دي، خو د چين په وو هان ښار کې د دې ناروغۍ نوۍ پېښه نه ده رامنځته شوې چې د نړۍ د نورو سيمو اميد او جرئت يې لوړ کړی چې هر څومره سخت حالت بدلېدای شي.

د روغتيا نړيوال سزمان د طبي پروګرام مسئول مايکل ريان وويل، چې په وو هان کې د دې ناروغۍ د تازه پېښې نشتوالی د اميد نښه بلل کيږي او دا ښيي چې د نوي کورونا ويروس تر کنترول لاندې کيدای شي او د خپرېدو ځنځير ماتېدای شي چې د ټولنې زياتو کوښښونو، يووالي او همکارۍ، تکړه طبي کارکوونکو او د عرضې اغېزمن ځنځير ته اړتيا شته.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې اوس په نړۍ کې د شخصي وقايې د توکو کمبود رامنځته شوی او د روغتيا نړيوال سازمان به له بېلا بېلو هېوادونو سره مرستې وکړي. دغه سازمان تائيد کړې چې ځينو چيني شرکتونو موافقه کړې چې نوموړي سازمان ته به اړوند طبي مواد برابر کړي او د تفصيلاتو په اړه بحث روان دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای