CRI Online

نړيوال پولي صندوق: مناسبه پاليسي له نوي کورونا ويروس سره په مبارزه کې مهم رغنده رول لوبولی شي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-21 19:00:58

نړيوال پولي صندوق په دې وروستيو کې د نوي کورونا ويروس ضد د چين د مبارزې د لارو چارو د ګټورو تجربو په اړه يوه مقاله خپره کړه.

په دغه مقاله کې راغلي چې د نوي کورونا ويروس ساري ناروغۍ پر ګردې کرې ژورې اغېزې کړې او کوي يې، د دې ويروس د خپرېدو د وقايې او کنترول بيه د اقتصادي فعاليتونو وروالی دی. چين د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ستونزمن انتخاب کړی، خو د دغه هېواد تجربې دا ښيي چې د مناسبې پاليسۍ د عملي کولو له لارې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه نيولی او بدې اغېزې يې کمولی شو. نړيوال پولي صندوق په دغه مقاله کې د پيسو د چلند، له منځنيو او کوچينو شرکتونو څخه د ملاتړ او له کمزورو خلکو سره د مرستو په برخو کې د چين حکومت د کوښښونو ستاينه کړې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای