CRI Online

د خلکو ژوند او که پيسې، کوم يو ارزښتناک دي؟ امريکايي سياستوال دغې پوښتنې ته ځواب ورکړی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-21 20:24:03
د خلکو ژوند او که پيسې، کوم يو ارزښتناک دي؟ امريکايي سياستوال دغې پوښتنې ته ځواب ورکړی دی

د مارچ د ۲۰مې نېټې د شپې تر ۱۱ بجو پورې په امريکا کې په ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۹ زرو ۶ سوو ۲۴ ته رسېدلی. له درېيو اوونيو راهيسې، دغه شمېر ۱۳۰۰ ځلې زيات شوی دی.

په همدې ورځ ډېرو امريکايانو په خپلو ټويټرپاڼو کې د دې هېواد د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې رئیس او د روغتيايي کمېټې غړي ريچارډ بور په اړه خپل نارضايت څرګند کړل او ترې يې وغوښتل چې له خپلو دندو څخه دې استعفاوې وکړي.

د بي بي سي د خبر له مخې، د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته ريچارډ بور په ټاکلي وخت کې د دې ناروغۍ په اړه د مشرانو جرګې راپورونه او مالومات واورېدل. خو هغه نه يوازې خلکو ته د خطر په اړه خبرداری نه دی ورکړی، بلکې په درواغو يې د حکومت د تدابيرو ډاډ ورکړی وو. د فبرورۍ په ۷مه نېټه هغه د فاکس نيوز په ويبپاڼه کې ليکلي وو چې امريکا له ناول کورونا ويروس سره د مقابلې لپاره ښه او پوره چمتو ده. خو اوه اوونۍ وروسته يې په خپلو لاسونو کې شته ټولې ونډې وپلورلې.

د امريکا د رسنيو د خبرونو له مخې، استخباراتي ادارې په تېره جنورۍ او فبرورۍ کې څو ځلې پټ خبرداری ورکړی چې ناول کورونا ويروس ښايي په ګرده نړۍ کې د بحران رامنځته کېدو سبب وګرځي، خو د دې هېواد ځينو سياستوالو پر دغه خبرداري سترګې پټې کړې او حتی د راز په توګه يې پټ کړی دی. د څېړونکو په اند، د امريکا د اقتصاد په اړه اندېښنه د دوی د دغه عمل يو مهم لامل دی. خو د ويروس خپرېدا د سياسي نيت لخوا مخنيوی نه کېږي او اوس په دې هېواد کې د يادې ناروغۍ د خپرېدا حالات ډېر سخت دي. په عين وخت کې يوه عجيبه پېښه بيا پېښه شوې چې له يادې ناروغۍ سره د امريکا حکومت د مقابلې ګامونه ورو وو، خو د ونډو بازار د شاخصونو د لوړولو تدبيرونه يې ګړندي وو. د فبرورۍ له ۲۰مه نېټې راهيسې د امريکا د ونډو بازار شاخصونه ډېر ټيټ شوی، لسګونه ورځې وروسته د دې بازار شاخصونو د لوړولو لپاره يو لړ تدابير بيان شول. خو اغېزه يې نه ده ثابته شوې.

امريکايي سياستوال بايد په دې پوه شي چې يوازې له ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ سره په ښه توګه مقابله وکړي، نو د اقتصادي بازار په اړه د خلکو اندېښنې به ارامې او ليرې شي. نو اوسني کليدي مسئله دا ده چې ايا امريکايي سياستوال به له ياد ويروس سره مقابلې ته سمه پاملرنه وکړي، شفاف او رښتيني مالومات به خپاره کړي او اغېزمن ګامونه به پورته کړي چې د امريکا د خلکو ژوند او روغتيا تر غور ونيول شي او که نه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای