CRI Online

د اسټراليا صدراعظم: امريکا په اسټراليا کې د ناول کرونا ويروس د ناروغانو لومړۍ لويه سرچينه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-03-22 15:19:20

پر ځايي وخت د مارچ د ۲۱مې نېټې د ماسپښين تر دوو بجو پورې په اسټراليا کې د ناول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر ۱۰۷۳ ته رسېدلی دی.

د دغه هېواد صدراعظم سکوټ موريسون د مارچ د ۲۰مې نېټې په سهار له 2GB راډيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، په دغه هېواد کې پر يادې ناروغۍ له اخته شويو کسانو څخه ٪۸۰ ناروغان له نورو هېوادونو څخه راغلي او يا له دغه شان کسانو سره يې نژدې تماس نيولی دی. په دې جمله کې زياتره ناروغان له امريکا څخه راغلي.

نوموړي په دغه مرکه کې وويل، ( زما په اند، هيڅ داسې شواهد نه شته چې د چين په شمول کوم هېواد دې په قصدي توګه کومه پېښه طرحه کړې وي. ) د زياترو رسنيو په اند، د صدراعظم سکوټ موريسون له يادو خبرو څخه دا نظر څرګندېږي چې د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امريکا حکومت د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې نامسؤلانه کار کوي. همدارنګه، د اسټراليا حکومت او طبي کارپوهان هم په دې اند دي چې په دغه هېواد کې د دغه ويروس د خپرېدو ډېر سخت حالت نه دی رامنځته شوی او په بد حالت کې ښايي کابو ۱۵ مليونه کسان پر دغه ناروغۍ اخته شي او کابو ۱۵۰ زره کسان مړه شي. د اټکل له مخې، د دغه ويروس د خپرېدو حالت ښايي نيم کال لپاره دوام ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای