CRI Online

د ايټاليا کارپوه : د نوي کرونا ويروس شکمنې پېښې ښايي د تېر کال په پای کې د دغه هېواد په شمال کې رامنځته شوې وي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-22 15:42:45

د ايټاليا مشهور طبي کارپوه ګيوسيپي ريموزي په دې وروستيو کې د امريکايي خبري رسنۍ له خبريال سره په مرکه کې ويلي دي، دا امکان شته چې د تېر کال په نومبر او دسمبر کې په دغه هېواد کې شکمنې پېښې رامنځته شوې وي چې د ناروغۍ نښې يې د نوي کرونا ويروس له ساري ناروغۍ سره ورته دي. نوموړي د ماريو نيګري په نوم په ايټاليا او حتی ټوله اروپا کې د فرماکولوژۍ په برخه کې ډېر مشهور څېړنيز انستېتيوټ مدير دی. د مارچ په ۱۹مه نېټه د امريکا د ملي راډيويي شبکې په ويبپاڼه کې له نوموړي سره د مرکې پروګرام خپور شوی دی.

په دغه پروګرام کې د امريکا د ملي راډيويي شبکې وياند له ګيوسيپي ريموزي څخه پوښتنه کړې ده چې ولې ايټاليا د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د نوي کرونا ويروس د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو پر وړاندې ګډوډۍ ته لويدلی دی.

ګيوسيپي ريموزي وويل،چې تر اوسه يې له ډاکټرانو څخه تازه معلومات تر لاسه کړي چې دوی پخوا څه موده مخکې په تيره بيا د تېر کال له نومبر څخه تر دسمبر پورې د عجيب او ډېر سخت سکاروي له پېښو سره مخامخ شوي وو چې زياتره ناروغان يې زاړه کسان وو. دا معنا لري چې په چين کې د دې ناروغۍ له رامنځته کېدو نه مخکې دغه ويروس په لومبارديا کې خپور شوی و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای