CRI Online

صربيا د چين د مرستندويه طبي ډلې د هرکلي تر ټولو درانده مراسم تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-03-22 15:52:04

له صربيا سره د چين مرستندويه طبي ډله پر ځايي وخت د مارچ د ۲۱مې نېټې د شپې په اوو نيمو بجو د دغه هېواد بلګراد نړيوال هوايي ډګر ته ورسيده. د صربيا ولسمشر اليکسندر ووشيک او د روغتيا او دفاع وزيرانو په شمول د دغه هېواد زياتو چارواکو په هوايي ډګر کې د يادې ډلې هرکلی وکړ.

ولسمشر ووشيک د الوتکې د زينې په څنډه کې د چين طبي ډلې د غړو رسېدو ته انتظار وکړ او د چين له حکومت او خلکو څخه د مننه کولو په غرض يې د چين ملي بيرغ ښکل کړ. نوموړي وويل، چې د چين طبي ډله د نوي کرونا ويروس له ناروغۍ سره د صربيا د مبارزې لپاره مهم ارزښت لري او له چين څخه مننه کوي چې په ستونزمنه موده کې له صربيا سره مرسته کوي.

د چين په دغه طبي ډله کې ۶ غړي شامل دي. د تنفس ماشينونو، ماسکونو او تشخيص کيتونو په شمول د ناروغۍ د وقايې او کنترول لسګونه ټنه مواد هم د دې الوتکې له لارې صربيا ته ليږدول شوي دي. د چين د مرستندويه موادو دوهمه جوپه به په نژدې راتلونکي کې ورسيږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای