CRI Online

تبصره: امريکا بايد د ناول کرونا ويروس په اړه د نړۍ درېيو وسوسو ته ځوابونه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-22 20:52:31

د چين ميډيا ګروپ مبصر د مارچ په ۲۲مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ( امريکا بايد د ناول کرونا ويروس په اړه د نړۍ درېيو وسوسو ته ځوابونه ورکړي).

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د امريکا ځېنو سياستوالو په تېرو څو ورځو کې ناول کرونا ويروس د (چين ويروس ) په نوم ياد کړی دی او نړيوالې ټولنې د ياد عمل غنده کړې چې له نژاد پرستۍ او کينې څخه ډک دی او موخه يې د خپلو نامسؤلانه کارونو پټول دي.

د ويروس د سرچينې پيدا کول يوه علمي چاره ده او علمي شواهدو ته اړتيا لري. د ايټاليا د فرماکولوژۍ څيړنيزې اکاډمۍ مدير ګيوسيپي ريموزي د يوې مرکې په ترڅ کې ويلی دي چې د تېر کال په نومبر او دسمبر کې په دغه هېواد کې شکمنې پېښې رامنځته شوې وي چې د ناروغۍ نښې يې د نوي کرونا ويروس له ساري ناروغۍ سره ورته دي، دا امکان شته چې دا همدا ويروس وي، نو د ده په اند، ښايي په چين کې د دغه ويروس له خپرېدو مخکې دغه ويروس د ايټاليا د لومبارديا په سيمه کې خپور شوی و.

د بريټانيا د سکای نيوز خبريال امانډا والکير دې ته اشاره کړې چې که څو مليونه امريکايان مړه شي، دا به د ولسمشر مسؤليت وي. دا يې د خپلو نامسؤلانه کارونو د پټولو په موخه عمل دی چې دغه ويروس د (چين ويروس) په نوم يادوي.

پر امريکا د نړيوالې ټولنې وسوسې ورځ په ورځ زياتېږي. نو د امريکا حکومت بايد لومړی د دغه ويروس په اړه داسې درېيو وسوسو ته ځوابونه ورکړي.

لومړی، د امريکا د ناروغيو د کنترول مرکز د تازه اټکل له مخې، د ۲۰۱۹م کال له سپتمبر راهيسې د امريکا د انفلوېنزا په موسم کې کابو ۳۰ مليونه امريکايان پر انفلوېنزا اخته شوي او کابو ۲۰ زره کسان مړه شوي دي. د دغه مرکز مدير روبرټ ليډفيلډ څو ورځې مخکې دا خبره منلې چې په يادو مړه شويو کسانو کې د ځېنو کسانو د مړينې لامل ناول کرونا ويروس و. نو په يادو کابو ۲۰ زرو کسانو کې څومره کسان د ناول کرونا ويروس له امله مړه شوي و؟ امريکا د انفلوېنزا په پلمه د ناول کرونا ويروس رښتيني حالات پټ کړي دي او که نه؟

که امريکا غواړي دغې وسوسې ته ځواب ورکړي، بايد سمدلاسه دولتي شمېرنه خپره کړي او بايد د عامې روغتيا د چارواکو او کارپوهانو په شمول د روغتيا د نړيوال سازمان تر پلټنې لاندې وي. د دغې وسوسې پلټنه به نه يوازې د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول لپاره ګټوره وي، بلکې د ځېنو مړه شويو کسانو د مړينې رښتينی لامل به پيدا شي. که په يو هېواد کې د خلکو د مړينو د لامل په اړه دروغ شته، په دغه هېواد کې د خلکو بشري حقونه به څنګه وساتل شي؟

دوهم، امريکا بايد هغې وسوسې ته ځواب ورکړي، کوم چې ولې د ۲۰۱۹م کال په جولای کې د ماريلند ايالات د فټ ديتريک په سيمه کې د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو اډه ناڅاپه وتړل شوه، دغه اډه په دې برخه کې د امريکا ډېره لويه اډه وه. د دغې اډې له تړلو وروسته په لنډه موده کې په امريکا کې د سکاروي او ورته پېښې ثبت شوې. په هغمه وخت کې اړوندو څانګو څرګنده کړې وه چې لامل يې الکترونيکي سګريټ دی. خو کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې دا د يادو پېښو لامل نه و. په عين وخت کې د H1N1 انفلوېنزا په امريکا کې د خپرېدو په حال کې ده. ورپسې، د امريکا ګڼ شمېر ارګانونو د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې د (Event 201) په نوم په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي تمرين تر سره کړی. د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې په وو هان ښار کې د ناول کرونا ويروس پر ناورغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوې ده او د ۲۰۲۰ م کال په فبرورۍ کې دغه ويروس په زياتو هېوادونو کې خپور شوی دی. نو د يادو پېښو ترمنځ څه ځنځير او تړاو شته؟ د امريکا حکومت بايد د يادې اډې د تړلو رښتينی لامل څرګند کړي او د امريکا د خلکو د سر او ژوند د امنيت د ساتلو دنده پر غاړه واخلي.

درېيم، ولې د امريکا حکومت په حواله د فبرورۍ په منځنۍ لسيزه کې په دغه هېواد کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالت سخت نه و، خو د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې څو چارواکو په همغه وخت کې د څو مليونو ډالرو په ارزښت اسهام وپلورل؟ دوی د ويروس پر وړاندې لومړی پيسو او پانګو ته پاملرنه او ارزښت ورکوي او د خلکو ژوند ته نه؟

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د مارچ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړی و چې د امريکا د استخباراتو چارواکو د سږ کال په جنورۍ کې څو څو ځلې خبرداری ورکړی چې ناول کرونا ويروس ښايي په ټوله نړۍ کې د مصيبت سبب وګرځي. خو د امريکا حکومت د مارچ تر ۱۳ مې نېټې پورې د دولت د بيړني حالت اعلان نه و کړی. امريکا ولې دومره وخت بې ځايه تير کړی دی. دوی بايد دغې وسوسې ته هم ځواب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای