CRI Online

د امريکا حکومت دوه کاله مخکې د نړيوالو وبايي ناروغيو دفاعي ارګان منحل کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-22 21:00:34

د بريتانيا انديپيندنت ورځپاڼې د مارچ په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د ملي امنيتي چارو په اړه د امريکا پخوانۍ سلاکارې سوسن رايس له دې امله د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نيوکه وکړه چې د سترې نړيوالې وبايي ناروغۍ پر ضد يې د تيارۍ مناسبي چارې نه دي تر سره کړې، که څه هم د دغې ناروغۍ په اړه پوره پيشبيني شوې وه.

سوسن رايس د امريکا د سي ان ان له خبريال سره په تلېفوني مرکه کې يادې څرګندونې وکړې. نوموړې د اوباما په مشرۍ په پخواني امريکايي حکومت کې د ايبولا ويروس له بحران سره په مبارزه کې مهم رول لوبولی. هغې وويل، چې د هغې ډلې د قدرت د انتقالي موده کې د ټرمپ حکومت چارواکو ته د سختې ساري ناروغۍ د بيا رامنځته کېدو د خطر په اړه معلومات ورکړي دي. د هغې ډلې د يو تمرين په تر سره کولو په دې اړه بحث کړی چې څرنګه له سترې نړيوالې ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي.

د ټرمپ حکومت پريکړه وکړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د نړيوالو وبايي ناروغيو دفاعي دفتر منحل کړي چې دا د نوي کرونا ويروس پر وړاندې د اوسني امريکايي حکومت د وروسته پاتې او په ځنډ د ګامونو يو سبب بلل کيږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای