CRI Online

د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل په کور کې ځان قرنطين کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 13:05:10

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جرمني د حکومت وياند ستيفين سيبيرټ د مارچ په ۲۲مه نېټه وويل چې د دغه هېواد صدراعظمې انګيلا ميرکيل مخکې له هغه ډاکتر سره تماس نيولی چې د نوي ډول کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته و، نو په اوس د احتيات لپاره په کور کې يې ځان قرنطين کړی دی.

نوموړي وويل چې ميرکيل په همدې ورځ ماښام وويل چې هغې د مارچ په شلمه نېټه له يو ډاکتر سره تماس نيولی دی. اوس دغه ډاکتر د کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته کېدنه تشخيص شوې ده. هغې په همدې ورځ د جرمني د بېلا بېلو ايالتونو له مشرانو سره ويډيويې غونډې تر سره کړې او خبري رسنيو ته يې اعلان وکړ چې د ساري ناروغۍ د وقايې لپاره به په ټول هېواد کې لا جدي تدبيرونه غوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای