CRI Online

په سوريه کې د نوي ډول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کېدو لومړۍ پيښه ثبت شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 13:17:59

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سوريې د روغتيا وزارت د مارچ په ۲۲مه نېټه وويل چې په دغه هېواد کې د نوي ډول کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته کيدو لومړۍ پيښه ثبت شوې ده.

د سوريې د روغتيا وزير نزار يازيجی د مارچ په ۲۲مه نېټه وويل چې دغه ناروغ شاو خوا شل کلن دی او له د دغې ناروغۍ له لرونکي هېواد څخه سوريې ته راغلی دی.

نوموړي وويل چې د سوريې د روغتيا وزارت اړوندې څانګې له دغې ساري ناروغۍ سره د مقابلې اړين تدبيرونه نيولي دي. هغه له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د حکومت لخوا وړاندې شوي تدبيرونه مرعات کړي او په کورونو کې دې پاتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای