CRI Online

نړيوالې شخړې د کرونا ويروس مبارزې په وړاندې ستر خنډونه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 13:28:45

د نوي ډول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په نړيواله کچه د خپرېدو په حال کې ده چې دا په ډېرو هېوادونو کې اقتصاد زيانمن کړي او د برابرولو ځنځيرونه يې اغيزمن کړي دي. خو په هغو هېوادونو کې چې له جنګ سره مخ دي ، دا يو ډېر لوی ګواښ دی.

د منځني ختيځ ځيني هېوادونه لاهم د افراطيت او ترهګرۍ له اړوندو ستونزو سره مخ دي او ډېری کډوال لاهم ثابت کورونه نه لري.عراق يو داسی هېواد دی چې په ۲۰۰۳ کال کې پر دغه هېواد د امريکا له تيري راهيسې د جنګ له امله سترو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی. په عراق کې د کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي کسان ښې درملنې ته لاسرسی نه لري چې د لسګونو کلونو د ترينګلتيا له امله نسبتا اوويا سلنه طبي کارکوونکي له هيواده تښتې ته اړ شوي دي. په سوريه کې طبي حالت هم ډېر سخت دی چې د نهو کلونو د جنګ له امله په روغتونونو کې طبي سامان الات ډېر کم دي او زيات شمېر کډوال يوازې په خيمو کې ژوند کوي. نو د ساري ناروغۍ د خپرېدو په برخه کې ستونزې ډېرې دې.

په افغانستان کې هم حالات ډېر پيچيلي دي چې د انديښنې وړ دي. په کابل کې يوازې په يو روغتون کې د کرونا ويروس ناروغۍ تشخيص کيږي چې په کې د ناروغانو شمېر او ګڼه ګوڼه ډېره ده. په روانه اونۍ کې د کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته ۳۸ ناروغان له روغتونونو څخه تښتيدلي دي. دا د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په وړاندې کې لويه ننګونه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای