CRI Online

د ناول کرونا ويروس د خپرېدو پر وړاندې به د چين هغه تمايل بدل نه شي چې پولي سيستم به يې په ثابت ډول روان شي او اقتصادي پرمختګ به په اوږده موده کې د ښه کېدو په حال کې وي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 13:35:34

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۲۲مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله يې له نړيوالې اغيزې سره د مقابلې او د چين د پولي بازار د ثبات د ساتلو په باب معلومات وړاندې کړل.د چين د ولسي بانک مرستيال چن يوو لو په دې خبري ناسته کې وويل چې په چين کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنترول کارونه په ثابت ډول روان دي او د چين اقتصادي تمايل به په اوږده موده کې د ښه کېدو په حال کې وي.

په دې وروستيو ورځو کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله په نړيوال پولي بازار کې تزلزل رامنځته شوی دی.په ارويا، امريکا او سمسورو بازاري اقتصادونو کې د سهامی بازارونو ګراف په منځني توګه دېرش سلنه راټيټ شوی چې دا د نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ مسئله ده.په دې هکله د چين د ولسي بانک مرستيال چن يوو لو وويل چې په نړيوال پولي بازار کې د تزلزل تر رامنځته کېدو وروسته د چين پولي بازار له ننګونو او ستونزو څخه وتلی او ثبات يې پيدا کړی. هغه وويل، اوس د چين پولي بازار په ثابت ډول روان دی او بازاري پيشګويي هم ثابته ده. د دې ترڅنګ د عمومي تګلارې او د پولي وسايلو زيرمه مناسبه ده.

هغه زياته کړه چې د چين حکومت به په راتلونکي ګام کې له ټاکلو تګلارو سره سم خپل کارونه تر سره کړي او په فعاله توګه به د عمومي اقتصادي تګلارې په نړيوالې همغږۍ کې ګډون وکړي.د دې ترڅنګ به له هغو پرمختيايي هېوادونو سره چې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو تر اغيزې لاندې دي،څو اړخيزې نړيوالې مرستې وکړي او په ګډه به د نړيوال پولي بازار ثبات وساتي. هغه وويل، په تېرو اوياوو کلونو کې تر چټک پرمختګ وروسته چين يو لوی نړيوال پولی هېواد ګرځېدلی او په نړۍ کې د پورونو تر ټولو لوی بازار او د بهرنيو اسعارو ډېره زيرمه لري او دغه راز په نړۍ کې د ونډو او بيمې دوهم لوی بازار دی. نو د چين د پولي بازار د ثبات ساتنه د نړيوال پولي ثبات د ساتلو لپاره ستر خدمت ګڼل کيږي.مونږ بايد د نړيوال پولي بازار د حرکت څارنه وکړو،په روان بهير کې دې د نړيوال پولي تزلزل اصول تحليل کړو او د ناول کرونا ويروس له سږي ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين له تجربو سره سم دې پر وخت د اقتصادي تګلارو د نړيوالې همغږۍ لپاره ارزښتناک وړانديز وکړو.

د ناول کرونا ويروس د خپرېدو په حال کې د چين پولی بازار د نړيوال پولي بازار په پرتله لا ثابت دی او له ننګونو سره د مقابلې توان يې غښتلی دی .د چين د ونډو او پورونو د څارنې او ادارې کميټې مرستيال رئيس لي چاو دې ته په اشارې سره وويل چې اوس د چين د ونډو بازار اټکل شوی ارزښت په تاريخي ټيټه سويه ساتل شوی دی. هغه زياته کړه چې د بهرني پولي چاپيريال بدلونونه لنډمهالي دي او هغه تمايل به بدل نه شي چې د چين اقتصاد به په اوږده موده کې د ښه کېدو په حال کې وي.

سربېره پردې د ژون مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت د راتلونکي تمايل په هکله د چين د ولسي بانک مرستيال چن يوو لو وويل چې د اټکل له مخې به په راتلونکې کې د امريکايي ډالرو په مقابل کې د ژون مين بي يوانو تبادلوي ارزښت په شاوخوا اووه يوانه وساتل شي.د چين د بهرنيو اسعارو ادارې مرستيال شون چانګ ننګ وويل چې له روان کال راهيسې د چين د اسعارو بازار عمومی حالت په ثابت ډول روان و او د ژون مين بي يوانو تبادلوي ارزښت هم په ثابته توګه ساتل شوی دی .د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت او د اسعارو بازار د تقاضا او عرضې له لحاظه په چين کې د نړيوالو پيسو تګ راتګ له ځينو شرايطو سره سم په ثابت ډول روان و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای