CRI Online

د امريکا د جانس هاپګينس پوهنتون: په امريکا کې په ناول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له دېرش زرو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 13:38:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د جانس هاپګينس پوهنتون د مارچ په ۲۲مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې د دې هېواد د مارچ د ۲۲مې نيټې تر غرمې وروسته تر درېيو بجو پورې په امريکا کې په ناول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۱ زره ۵۷ ته رسيدلی او د مړو شمېر ۳۹۰ و.

د دې شمېرنې له مخې په نيويارک ايالت کې په دې ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۷۸۳ تنو ته رسيدلی چې دغه رقم د نورو ايالتونو په پرتله زيات دی. او د مړو کسانو شمېر ۱۱۴ و. په واشينګټن ايالت کې په ناول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۹۳ ته رسيدلی او د مړو کسانو شمېر ۹۴ و.


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای