د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۲مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په نورو هېوادونو او سيمو کې په ناول کرونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر دوه لکه لس زره شپږ سوه څلور څلوېښت تنو ته رسيدلی دی.
د ياد سازمان د ورځني راپور له مخې د اروپا پر ځايي وخت د مارچ د ۲۱نيټې د شپې تر يوولسو بجو او ۵۹ دقيقو پورې له چين پرته په نورو هېوادونو او سيمو کې په ناول کرونا ويروس د نويو اخته شووکسانو شمېر د مارچ د ۲۰مې نيټې په پرتله ۲۵۹۸۷ زيات شوی او د مړو شوو شمېر ۹۵۱۷ تنو ته رسيدلی چې دغه رقم د مخکنۍ ورځې په پرتله ۱۵۹۴ زيات شوی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په څلورو افريقايي هېوادونو کې لومړۍ مثبتې پېښې رامنځته شوې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |