CRI Online

چيني طبي کارکوونکي په نورو هېوادونو کې د نوي کرونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې فعال ګډون لري

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 15:29:27

اوس مهال د نوي کرونا ويروس ساري ناروغي په زياتو هېوادونو کې خپره شوې.د چين زيات ډېرې طبي کارکوونکي د نورو هېوادونوله ځايي طبي کارکوونکو سره مرسته کوي او او يا د انټرنيټي ويډيوګانو له لارې نورو هېوادونو ته خپلې تجربې معرفي کوي. د چيني طبي کارکوونکو دغه مسئولانه عملونه د نړۍ د بېلا بېلو ټولنو د ستاينې وړ دي.

د چين د طبي کار پوهانو ډلې اوس په صربيا، ايران، عراق او ايتاليا کې د يادې ساري ناروغۍ د درملنې په چارو کې فعاله برخه لري.

 

چيني دوديز طب په چين کې د دغې ساري ناروغۍ د درملنې په برخه کې ډېر مهم رول لوبولی دی. نو د چيني دوديز طب کارپوهانو د ويډيويي خبرو له لارې له امريکايي ډکټرانو سره خپلې تجربې شريکې کړې دي. په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول، د تشخيص او درملنې تخنيکونه او معيارونه په عملي کارونو کې تر لاسه شوي دي.

د چين د روغتيا کارپوهان بې له تمې او کټې له نړيوالو سره خپلې تجربې شريکوي چې د دوی دا کار ډېر د ستاينې وړ دی.

د خبر له مخې چين د نړۍ ۸۲ هېوادونو، د روغتيا نړيوال سازمان او د افريقايي هېوادونو ټولنې ته د مرستو ور کولو اعلان کړی او تر اوسه يې د کيټونو او ماسکونو په شمول مرستندويه توکي ډېرو هېوادونو ته ورليږلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای