CRI Online

د نيويارک ښاروال پر ډونالډ ټرمپ نيوکه وکړه: نه پوهېږو چې تاسې څه کار کوئ!

cri     (GMT+08:00) 2020-03-23 16:55:49

د نيويارک ښاروال بيل دي بلاسيو پر ځايي وخت د مارچ په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نيوکه وکړه چې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې پر وخت د دولتي زيرمو ترتيبات نه دي کړي.

نوموړي پر ډونالډ ټرمپ نيوکه وکړه ، (( څو مليونه او حتی لسګونه مليونه امريکايان نه پوهېږي چې تاسې څه کار کوئ! اوس چې هېواد په بيړني حالت کې دی، تاسې د حکومت رول نه لوبوئ. له دغه ويروس سره د مبارزې لپاره دې ټول قوت او توان وکارول شي، خو نه پوهېږو چې ولې تاسې ورو ورو چارې مخته وړئ، يوازې ننداره او انتظار کوئ. تاسو د امريکا د ژغورلو لپاره ټول فرصتونه له لاسه ورکړي دي. ))

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۸ مه نېټه د ملي دفاعي توليد قانون د په کار اچولو اعلان کړی، خو نيويارک د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د اړوندو تدبيرونو د نيولو اعلان کړی دی. ډونالډ ټرمپ بايد د امريکا د ولسمشر په توګه په جنورۍ او يا فبرورۍ کې ياد قانون په کار اچولی وای.

د معلوماتو له مخې، له دغه قانون سره سم بايد د امريکا فدرالي حکومت د فابريکو د عادي توليد د تامينولو لپاره لويه پيمانه لرونکي تدبيرونه ونيسي او د فابريکو لخوا توليد شوي مواد بايد په وخت اړتيالرونکو سيمو ته برابر شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای