د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په ۲۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې په نړۍ کې د ناول کرونا ويروس په سږي ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له درې لکو څخه واوښتی او نژدې چې ناول کرونا ويروس په نړۍ کې په هر يو هېواد کې خپور شوی دی. هغه وويل چې د دغې وبا او ناروغۍ خپرېدا د چټکتيا په حال کې ده.د ناول کرونا ويروس په اړه له لومړۍ مثبتې پېښې څخه تر لومړۍ لک مثبتې پېښې پورې ۶۷ ورځې تېرې شوې وې،خو له دوهم لک مثبتې پېښې څخه تر درېيم لک مثبتې پېښې پورې يوازې څلور ورځې تېرېدې.نو د دې ويروس خپرېدا ډېره چټکه شوې ده.
هغه وويل چې اوس ډېرو هېوادونو د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه نيولي، خو دغه تدبيرونه ښايي د ځاني ساتونکو تجهيزاتو پر توليد اغيزه وکړي او د دغو تجهيزاتو د کمښت سبب به شي چې له دې امله به له اټکل څخه وتلې نتيجه رامنځته شي.هغه هيله وښودله چې د شلو سترو صنعتي هېوادونو ډله دې د همکاريو له لارې دغه مسئله حل کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |