د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۲۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د ځانګړې کاري ډلې په غونډه کې چې مشري يې د هېواد صدراعظم لي که چيانګ کوله، په چين کې د ناول کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې د چارو پر دوام ټينګار وشو.
په دغه غونډه کې ټاکل شوې چې په چين کې د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول ترڅنګ همدارنګه بايد اقتصادي او ټولنيزه وده وهڅول شي. چين ته له بهر څخه د ننوتونکو طبي معاينې او پر ويروس د اخته کسانو درملنه بايد پر وخت ترسره شي، د دې ترڅنګ د هېواد په دننه کې بايد د ويروس د کنترول لاسته راوړنې په ښه توګه وساتل شي. چين به د ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې نړيوالې همکارۍ لاپياوړې کړي، نړيوالې ټولنې ته به تر وسې پورې مرستې او د بهرنيو سوداګرو ته به د باکيفيته طبي توکو او موادو د اخيستلو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي. برسيره پردې د ويروس د مخنيوي ترڅنګ به په منظمه توګه د ټولنيز نظم او توليدي چارو د بيا پيلېدو لپاره هڅې وکړي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |