CRI Online

د م م چارواکې: د بد نيت له مخې ناول کرونا ويروس ته د بل ناسم نوم ورکول غير مسئولانه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-03-24 12:28:41


نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه ناول کرونا ويروس ته (کوييډ -۱۹) نومولی 

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د نژاد پرستۍ، تبعض او دښمنۍ د پديدې په اړه د م م ځانګړې راپور ورکوونکې تنديي اچيومي د مارچ په ۲۳ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان دا روښانه کړې چې که ناروغۍ ته غير مناسب نوم ورکړل شي، نو ځينو کسانو ته به سخت زيان ورسول شي. د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه دې د ناول کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې پر مهال دې بهر ته د دښمنۍ او نژاد پرستۍ پېغورونو پيغامونه نه ورکوي.

نوموړې همدارنګه زياته کړه چې د ځينو هېوادونو مشرانو او چارواکو پدې اړه ناسمې څرګندونې او کړه وړه کړي چې له امله يې په دغو هېوادونو کې د چين او د ختيځې اسيا د ځينو هېوادونو پر اتباعو بې اساسه تورونه لګول شوي، هغوی ته د خدمتونو له ورکولو څخه ډډه شوې او نابرابر چلند ورسره شوی دی.

په همدې ورځ د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پروژو مسئول ميکل ريان هم پدې اړه وويل چې د اوس وخت لپاره تر ټولو بېړنۍ او مهمه دنده د ناول کرونا ويروس د سرچينې په اړه جنجال کول نه، بلکې د ويروس د خپرېدو مخنيوی کول دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای